د شمالي وزیرستان بې ځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنېږي

Image caption پر لومړۍ ورځ د پوځ تر څارنې لاندې له بنو د ۶۰ کورنیو ۲۱۹ کسان خپلو سیمو ته ستانه شول.

د پاکستان قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد د پوځ د عملیاتو له کبله د بې ځایه شویو کورنیو خپلو سیمو د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.

د پاکستان حکومتي تلویزون پي ټي وي وايي د اغېزمن شویو کورنیو د ستنېدو په لومړي پړاو کې د سې شنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا ښار بنو نه د شامیري قبیلي غړي بېرته ستانه شوي دي.

د پي ټي وي د راپور پر بنسټ په لومړي پړاو کې به د اپریل تر ۱۳مې له شامیري وروسته د میر علي او سپین وام قبیلو خلک هم ستانه شي.

پر لومړۍ ورځ د پوځ تر څارنې لاندې له بنو د ۶۰ کورنیو ۲۱۹ کسان خپلو سیمو ته ستانه شول.

ستنېدونکې هرې کورنۍ ته د حکومت له خوا ۳۵ زره پاکستاني کلدارې او د یوې میاشتې راشن هم ورکول کېږي.

د ځايي ادارې په وینا د نورو سیمو د بې ځایه شویو خلکو د ستنېدو بهیر به هم وروسته اعلانېږي او په دې تړاو چمتووالی نږدې بشپړ دی.

له شمالي وزیرستانه شاوخوا لس لکه اغېزمن شویو د پاکستان بېلا بېلو سیمو کې پناه اخیستې ده.

د ستنېدو له بهیر وړاندې د پاکستان حکومت د یوه ټولنیز تړون اعلان هم کړی چې د شمالي وزیرستان د قبایلي مشرانو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له شمالي وزیرستانه شاوخوا لس لکه اغېزمن شویو د پاکستان بېلا بېلو سیمو کې پناه اخیستې ده.

د ۲۰۱۵ کال دغه ټولنیز تړون د ایجنسۍ سیاسي نماینده د خیبر پښتونخوا د ګورنر په استازیتوب خپور کړ.

په تړون کې ویل شوي چې خلک به د ځايي دود او دستور او د قبایلي سیمو د قانون تر څنګ د پاکستان د اساسي قانون درناوی هم کوي.

په دغه تړون کې له یوې خوا د حکومت له لورې قبایلو ته د سیاسي او ټولنیزې خپلواکۍ او د دوی په سیمو کې د پراختیايي پروژو ژمنې شوې خو له بلې خوا دوی ته د حکومتي چارواکو او ادارو د خوندیتوب تر څنګ ۱۷ نور مسولیتونه هم ورکړل شوي دي.

قبایلي مشرانو ته دا هم ویل شوي چې هغوی دې په سیمه اییزه کچه د ترهګرو او سخت دریځو پر ضد د فعالیتونو لپاره ځانګړې ډلې جوړې کړي.

په تړون کې د قبایلو له خوا د دغو مسولیتونو په سم ډول د نه ترسره کولو په صورت کې د حکومت له خوا د ګام پورته کولو ګواښ هم شوی دی.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات د تېر کال په جون میاشت کې پیل شول چې پایله کې یې لسګونه زره خلک بې کوره او د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې پناه اخیستو ته اړ شول.

د دغو اغېزمن شویو خلکو ډېره برخه د بنو په پنډغالو کې ځای پر ځای شوي دي. د دوی د ستنېدو اعلانونه مخکې هم شوي خو عملي بڼه یې نه ده غوره کړې.

ورته مطالب