خیبر ایجنسۍ کې چاودنې دوه امنیتي چارواکي وژلي

Image caption خو پېښور کې د پاکستاني پوځ یوه لوړپوړي سیاسي چارواکي په دغه پېښه کې یوازې د یو پوځي چارواکي وژل کېدل تاید کړي.

د راپورونو له مخې د پاکستان په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې پر امنیتي ځواکونو شوي برید کې د پوځ دوه چارواکي وژل شوي دي.

حکومتي سرچینې وايي دغه پېښه د چارشنبې پر ورځ د خیبر ایجنسۍ باړې په نری بابا سیمه کې رامنځ ته شوه.

حکومتي چارواکي وايي امنیتي ځواکونه په ګزمه وو چې دغه مهال د سړک تر غاړې د ماین چاودونه وشوه او پایله کې یې دوه امنیتي چارواکي ووژل شول.

خو پېښور کې د پاکستاني پوځ یوه لوړپوړي سیاسي چارواکي په دغه پېښه کې یوازې د یو پوځي چارواکي وژل کېدل تاید کړي.

باړې کې نری بابا یوه لرې پرته سیمه ده چې د سپاه قوم خلک په کې مېشت دي.

یاده دې وي چې په خیبر ایجنسۍ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د امنیتي ځواکونو له خوا د سخت دریځو پر ضد د (خیبر یو) او (خیبر دوه) په نامه عملیات روان دي.

د پاکستاني پوځ چارواکي وايي د دغو عملیاتو په ترڅ کې د خیبر ایجنسۍ ډېری سیمې له سخت دریځو پاکې کړای شوې دي.

خو په لرې پرته دره تیراه او د افغانستان او پاکستان پر پوله پرتو سیمو کې په پرله پسې ډول نښتې کېږي.

څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر تورن جنرال عاصم باجوه پر ټویټر ویلي وو چې د خیبر دوه عملیاتو پر مهال د قبایلي سیمو نوره برخه هم له سخت دریځو پاکه شوې ده.

نوموړي دا هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې هم عملیات روان دي چې په کې ترهګرو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا ترهګر اوس له خپلو پټنځایونو نه د افغانستان د پولې پر لور په تېښته کې دي او د دوی تر بشپړې ویجاړۍ به عملیات روان وي.

تر دې وړاندې حکومت د باړې ډېره برخه له سخت دریځو او ترهګرو پاکه بللې وه چې له کبله یې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو ځایونو ته ستنې شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ورته مطالب