چارسده کې وراره د تره په ګډون د کورنۍ لس غړي وژلي

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا چارسده سیمه کې د ګل احمد سید په نامه کس د خپل تره به ګډون د کورنۍ ۱۰ کسان وژلي دي.

ځاي پولیس چارواکي ګلزار خان بي بي سي ته وویل، دغه پېښه د شنبې د شپې په ۳ بجو د پولیسو له پوستې ۱۲ کیلومتره لرې اورنګزیب کلا کې شوې.

دوی وايي، ګل احمد د کورنۍ د خوښې خلاف د خپل تره جمال له لور سره کوژده کړې وه.

د دې خبرې پر سره له خپلې کورنۍ سره بد شوی او ګل احمد د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۲۸ مه خپل مور او پلار د ورور په ګډون د خپل کور ۵ کسان ووژل.

د پولیسو په وینا، ګل احمد د خپلې کورنۍ له وژلو نه وروسته هغې سیمې ته وتښتېد چې د پاکستان حکومت پرې ډېر واک نه لري خو د هغه تره په دا وروستیو کې هغه ته پناه ور کړې وه.

د پولیسو بر وینا، ممکن د واده د مسالې په تړاو ګل احمد خپل تره او کورنۍ یې وژلې وي.

په وژل شویو کې ۴ مېرمنې او یوه ۱۴ نجلۍ هم ده.

د چارواکو په وینا، د وژل شویو کسانو مړي ځای روغتون ته وړل شوي.

ورته مطالب