شمالي وزيرستان: د امنيتي کارکوونکی په ګډون شپږ کسان وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له کبله له يو ميليون زيات وګړي بې کوره شوي دي

ډېورنډ کرښې ته نژدې شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد کې يو امنيتي کارکوونکی او پنځه بريد کوونکي وژل شوي.

د دولتي سرچينو په وينا دا پېښه د شمالي وزيرستان لېرې پرتې سيمې دته خېل بازار ته څېرمه پېښه شوې ده.

امنيتي کارکوونکي وايي وسله والو بريد کوونکو په درنو وسله پر پوسته بريد وکړ چې يو امنيتي کارکوونکی او په ځوابي ډزو کې پنځه بريدکوونکي ووژل شول.

له پېښې وروسته په سيمه کې په لويه کچه د پلټنې عمليات پيل شوي دي.

د تېر کال جون مياشت کې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات پيل کړي وو.

د پاکستان پوځ وايي د دې عملياتو په نتيجه کې يې د شمالي وزيرستان ۹۰ سلنه خاوره له ترهګرو پاکه کړې ده. خو لا تراوسه په لېرې پرتو سيمو لکه شوال او دته خېل کې د نا امنۍ پېښې رامنځ ته کېږي.

په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له کبله له يو ميليون زيات وګړي بې کوره شوي دي. څه موده وړاندې د بې ځايه شويو کسانو بېرته ستنېدنه پيل شوې وه.

د بېځايه شويو کسانو لوي شمېر اوس هم په کمپونو کې اوسېږي. د پاکستان حکومت وايي د دغو کسانو بېرته مېشتېدنه به تر يو کال وخت ونيسي.

شمالي وزيرستان ته بېرته ستنېدونکو کورنيو سره د پاکستان حکومت د "ټولنيز تړون" سربېره يو بل تړون هم کوي چې په ترڅ کې به يې د سيمې اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو ستانه پر غاړه لري، خو د شمالي وزيرستان خلک د دې معاهدې مخالفت کوي.