"د اورکزيو پوځي عملياتو کې څلور کسان وژل شوي"

Image caption په دغو عملیاتو کې لږترلږه ۱۲ سخت دریځي هم وژل شوي دي.

د پېښور جنوب لوېديځ اورکزيو قبايلي اېجنسۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د سخت دریځو پر مرکزونو په هوايي بریدونو کې د څلورو ملکي وګړو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.

په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

په دغو عملیاتو کې لږترلږه ۱۲ سخت دریځي هم وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي د دوشنبې پر ماښام امنیتي ځواکونو د اورکزیو ایجنسۍ په مرکزي سیمه کې ناڅاپه عملیات پیل کړل.

ویل کېږي عملیات له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې روان دي چې په کې جنګي الوتکو د سخت دریځو پر مرکزونو سختې بمبارۍ کړې دي.

ځايي سرچینې وايي د هوايي بریدونو له کبله په غریزو سیمو کې استوګن ځایونه هم په نښه شوي او پایله کې څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو حکومتي او پوځي سرچینو د ولسي وګړو مړینه نه ده تاید کړې.

په عملیاتو کې اووه ولسي وګړي ټپي شوي هم دي چې درملنې لپاره هنګو ته لېږدول شوي دي.

د هنګو د مرکزي روغتون مشر ډاکټر اکبر جان بي بي سي ته منلې چې اووه ټپیان دوی ته رسېدلي دي.

نوموړي وویل ټپیانو کې درې ښځې او څلور ماشومان شامل دي چې یو یې تر درملنې لاندې او نور له درملنې وروسته له روغتونه وتلي دي.

ځايي سرچینې وايي په دغو عملیاتو کې تر اوسه لږترلږه لس سخت دریځي وژل شوي دي.

هنګو کې عیني شاهدان وايي د سې شنبې پر سهار جنګي الوتکو د مشکوکو سخت دریځو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل خو د مرګژوبلې په اړه یې مالومات ور نه کړل.

ویل کېږي څو ورځې وړاندې حکومت ځايي خلکو ته له سیمې د وتلو امر کړی و.

خو د دغو عملیاتو په اړه تر اوسه په حکومتي کچه څه نه دي ویل شوي.

یاده دې وي چې روان عملیات د اورکزیو ایجنسۍ په مرکزي سیمو کې ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې په کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی و او پایله کې یې څلور چارواکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.

د دغه برید مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې (چې په داعش هم مشهوره ده) منلی و. په دغه سیمه کې شیخان او مشتي قومونه مېشت دي.

دا مسله هم مهمه ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې اورکزیو ایجنسۍ کې د سخت دریځو پر ضد ستر عملیات پیل کړل.

د دغو عملیاتو په پایله کې د ایجنسۍ ډېری سیمې له سخت دریځو پاکې کړای شوې دي خو د اورکزیو ایجنسۍ په مرکزي سیمه کې عملیات نه وو ترسره شوي.

د عملیاتو له کبله لسګونو زرو کسانو هنګو او نورو سیمو ته پناه وړې وه او دغه خلک لا هم پنډغالو یا کرايي کورونو کې اوسېږي

حکومت په دې وروستیو کې د بې کوره شویو خلکو د ستنېدو د پروګرام اعلان وکړ چې په کې د اورکزیو ایجنسۍ اغېزمن شوې کورنۍ هم شاملې دي.

ورته مطالب