"خیبر ایجنسۍ کې بمبارۍ ۲۰ اورپکي وژلي"

Image caption په قبایلي خیبر ایجنسۍ کې د اورپکو پرضد د پاکستان پوځ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان پوځ په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې د ۲۰ اورپکو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د پوځ د مطبوعاتو برخې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې الوتکو یې د خیبر ایجنسۍ تیراه سیمه کې بمباري کړې ده.

تر دې وړاندې، تېره ورځ د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان دته خېلو سیمه کې د ۲۲ اورپکو د وژلو ادعا هم کړې وه.

په قبایلي خیبر ایجنسۍ کې د اورپکو پرضد د پاکستان پوځ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې د پنجشنبې په ورځ یې جیټ الوتکو تیراه کې د اورپکو پر پټنځایونو او د وسلو او مهماتو پر زېرمو بمباري وکړه چې په وینا یې لږترلږه ۲۰ جنګیالي پکې ووژل شول.

پوځ ادعا کوي، په وژل شویو کې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي کسان هم دي.

تېره ورځ د جنوبي وزیرستان شکتو سیمه کې د عملیاتو پرمهال د پنځو اورپکو د وژل کېدو ادعا هم شوې وه.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په سرحدي مکین ولسوالۍ کې تېره ورځ د پوځ او اورپکو ترمنځ جګړه وشوه، چې لږترلږه اته اورپکي پکې ووژل شول او نولس نور ټپیان شول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله لسګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي وو چې اوس په بېلا بېلو سیمو کې مېشت شوي دي.

په دې ورځو کې خیبر ایجنسي کې د (خیبر ون) په نامه پوځي عملیات روان دي، چې د دغو عملیاتو لمن اورکزیو ایجنسۍ ته هم غځېدلی شي.

بل خوا، شمالي وزیرستان کې د (ضرب عضب) یا د تورې ګوزار په نامه عملیات هم دوام لري، چې د چارواکو په وینا، تر ۱۲۰۰ ډېر اورپکي پکې وژل شوي او زیاتره سیمې له اورپکو پاکې شوې دي.

Image caption تېره ورځ د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان دته خېلو سیمه کې د ۲۲ اورپکو د وژلو ادعا هم کړې وه.

په شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې د عملیاتو له کبله سلګونه زره وګړي بې ځایه شوي دي، که څه هم ځینې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي، خو زیاتره بې ځایه شوي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ورته مطالب