د پاکستان لومړي وزير د بلوڅانو د حقونو فعالې سبين محمود وژل وغندل

د انځور حقوق white star
Image caption سبين محمود د سګنډ فلور په نامه يوه خيريه ټولنه چلوله، دا ټولنه د بشري حقونو په اړه غونډې جوړوي

د پاکستان لومړي وزير محمد نواز شريف د بشري حقونو فعالې سبين محمود وژل وغندل.

د راپورونو له مخې اغلې محمود د جمعې پر ورځ سهار نهه بجې د (سيکنډ فلور) ټولنې له دفتر بهر راووتله، نا پېژاندو وسله والو پرې بريد وکړ، چې په پايله کې يې دا ټپې شوه او روغتون ته له رسېدو مخکې يې ساه ورکړه.

د ښاغلي نواز شريف دفتر، د سبين محمود وژل په کلکو ټکو وغندل او د سملاسي پلټنو غوښتنه يې وکړه.

تراوسه کوم ګروپ يا ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، ويل کېږي دې ته وړاندې هم د مرګ ګواښونه شوي وو.

د جنوبي کراچۍ د پوليسو مشرجميل احمد وايي دا د "هدف وژنې يوه پېښه ده"

سبين محمود تر مرګ مخکې پر انسټاګرام خپل انځور خپور کړی و، چې نوموړې په کې د سيکنډ فلور ودانۍ کې د (بلوچستان چوپتيا له منځه وړل) په نامه غونډه کې ګډون کاوه.

ويل کېږي په بريد کې يې مور هم ټپې شوې ده چې د درملنې لپاره اغا خان روغتون ته لېږدول شوې ده.

د پاکستان بېلابېلو ګوندونو د سبين محمود وژل غندلي او له کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يوه مشر عارف علوي ميډيا ته په خبرو کې وويل "دا ډول وژل به د پاکستان لپاره ښې پايلې ونه لري" او د پلټنو غوښتنه يې وکړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption اغلې سبين محمود ته وړاندې هم د مرګ ګواښونه شوي وو

بل خوا د جماعت اسلامی مشر سراج الحق په ټويټر د دې وژنې غندنه وکړه او وايي "د سبين محمود وژل ډاروونکي دي، په کلکه يې غندنه کوم او دا کسان کمزوري دي چې پر ښځينه بريد کوي"

سبين محمود د (سګنډ فلور) په نامه يوه خيريه ټولنه چلوله، دا ټولنه د بشري حقونو په اړه غونډې جوړوي.

دا خيريه ټولنه يوه کافي خونه او کتابتون هم لري چې زده کوونکي په کې له يو بل سره ګوري او مطالعه کوي.