د ګوادر پروژې پر ضد د خیبر پښتونخوا حکومت او مخالفو ګوندونو مظاهره

Image caption د عوامي نیشنل ګوند (ای این پي) په څېر مخالف ګوند هم د دغې مظاهرې د ملاتړ اعلان کړی و.

د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی پرویز خټک په مشرۍ صوبايي حکومت او مخالفو ګوندونو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ مخې ته د ګوادر – کاشغر پروژې لارې کې د بدلون او د برېښنا د بېلونو د نه پرېکولو پر ضد مظاهره وکړه.

د پاکستان حکومت د اوبو او برېښنا وزیر خواجه اصف د مظاهره کونکو له مشرتابه سره خبرې اترې وکړې او دوی ته یې په یوه اوونۍ کې له اړوندو وزیرانو او حکومتي چارواکو سره د غونډې ډاډ ورکړ.

له دغه ډاډ وروسته د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د مظاهرې پای ته رسولو اعلان وکړ.

د خیبر پښتونخوا حکومت او د مرکزي حکومت د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) تر منځ د برېښنا د تولید، بیو او امتیازاتو پر سر له لسیزو راهیسې لانجه روانه ده.

دغه صوبه وايي پاکستان کې د برېښنا تر ټولو ډېرې تولیدونکې صوبې ته تر ټولو کمه او ګرانه برېښنا ورکول کېږي او د میلیاردونو کلدارو په ارزښت د بېلونو پیسې هم نه دي ورکړل شوي.

بل خوا مرکزي حکومت او د واپډا اداره بیا وايي چې خیبر پښتونخوا کې د برېښنا غلا دوی ته ستونزې پیدا کړې دي.

یوه صوبايي وزیر شاه فرمان بي بي سي ته د مظاهرې د موخې په اړه وویل مرکزي حکومت دوی ته د خپلې برخې د اوبو، برېښنا او طبیعي غازو د لاسته راوړلو او ګټې اخیستلو فرصت نه دی ورکړی.

نورې کوچنۍ صوبې هم شکایت لري، که دغو مسلو ته پام و نه شي نو مرکزي حکومت ته جدي ګواښ جوړولی شي.

د عوامي نیشنل ګوند (ای این پي) په څېر مخالف ګوند هم د دغې مظاهرې د ملاتړ اعلان کړی و.

د صوبايي اسمبلۍ غړو اسلام اباد کې د باران سربېره د پارلمان ودانۍ مخې ته د خپلو حقونو په پلوۍ شعارونه ورکړل.

حکومت سره له خبرو اترو وورسته، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی رسنیو ته وویل، دوی په اساسي ډول درې غوښتنې درلودې: "صوبه کې د برېښنا قطع کېدو او د اوبو د سیستم ښه والی، چین سره د اقتصادي لارې پروژه او د برېښنا بېلونه".

"موږ دغه غوښتنې په لیکلي بڼه د مرکزي حکومت وزیر ته ورکړې. دوی د جمعې پر ورځ د واپډا له چارواکو سره غونډه پلان کړې او پر پاتې دوو غوښتنو په یوه اوونۍ کې بیا د خبرو اترو ډاډ راکړل شوی".

د اوبو او برېښنا وزیر خواجه اصف وویل لومړي وزیر نواز شریف د ګوادر – کاشغر د پروژې په تړاو د پارلمان د مشرانو د باور لاسته راوړلو لپاره د چارشنبې پر ورځ له دوی سره غونډه لري.

ورته مطالب