کراچۍ: د پوليسو په ډ‌زو دوه ولسي وګړي وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption پوليس وايي په وژل شويو کسانو يې هوايي ډزې کړې وې خو يوه ګولۍ په غلطۍ کې پر موټر سايکل سپور کسانو ولګېده او و وژل شول

تېره شپه دوه بجې کراچۍ کې د پوليسو په ډزو دوه ولسي وګړي وژل شوي او د پېښې په تړاو د پوليسو پنځه کارکوونکي نيول شوي دي.

د کراچۍ پوليسو يوه کارکوونکي محمد شاه بي بي سي ته وويل تېره شپه پوليسو ته خبر رسېدلی و، چې په شهيد ملت سړک پر دريو موټر سايکلونو سپاره شپږ کسان غلا کوي.

د شپې له دوو تر دريو بجو په موټرسايکل دوه سپاره کسان له دغې لارې تېرېدل پوليسو يې د درولو هڅه وکړه خو و نه درېدل، پوليسو پرې هوايي ډزې وکړې چې دواړه په کې ووژل شول.

د جناح روغتون وياندې سيمي جمالي په وينا دغو کسان روغتون ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

پوليس وايي په وژل شويو کسانو يې هوايي ډزې کړې وې خو يوه ګولۍ په غلطۍ پر موټر سايکل سپور کسانو ولګېده او و وژل شول.

ورته مطالب