شمالي وزيرستان کې درې امنيتي ساتونکي وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو له کبله په لکونو خلک بې کوره شوي دي او څو مياشتې وړاندې حکومت يې د بېرته راستنولو پروسه پيل کړه.

ډېورنډ کرښې ته نژدې شمالي وزيرستان کې پر امنيتي ځواکونو د ريموټ بم بريد کې دری ساتوونکي وژل شوي او دری نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي دا پېښه د شنبې پر ورځ د شمالي وزيرستان په لرې پرته سيمه دته خېل کې رامنځ ته شوه.

دوي وايي د امنيتي ځواکونو يو موټر پر سړک روان و چې د ريموټ کنټرول بم بريد پرې وشو.

د خبرونو په وينا بريد کې دری کارکوونکي وژل شوي او دری نور ټپيان دی خو ځايي سرچينې د وژل شويو شمېر څلور ګڼي.

ټپيان د درملنې لپاره د بنو پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځايي سرچينې وايي له بريد وروسته په سيمه کې په لويه کچه د پلټنې عمليات پيل شوي دي.

په تېرو دوو ورځو کې دا پر امنيتي ځواکونو دويم بريد دی. تېره جمعه دته خېلو کې پر امنيتي ځواکونو بريد کې يو کارکوونکی وژل شوی او يو ټپي شوی و.

د پاکستان پوځ وايي د عملياتو په ترڅ کې يې ۸۰ سلنه خاوره له ترهګرو او اورپکو پاکه کړې ده. خو تر اوسه هم په لرې پرتو سيمو کې د پوځ عمليات روان دي.

د راپورونو له مخې امنيتي ځواکونو د سرحدي سيمو د کنټرول لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي.

شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو له کبله په لکونو خلک بې کوره شوي او څو مياشتې وړاندې حکومت يې د بېرته راستنول پروګرام پيل کړی دی.

ورته مطالب