باجوړ بريد کې يو امنيتي کارکوونکی وژل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته په دغو بريدونو کې تر ډېره کمی راغلی دی

ډېورنډ کرښې ته نژدې باجوړ کې پر امنيتي کارکوونکو بريد شوی چې په نتيجه کې يې يو امنيتي ساتونکي وژل شوی دی.

باجوړ کې يوه سياسي کارکوونکي بي بي سي ته ويلي چې دا بريد د يکشبې پر سهار ځايي وخت ۹ بجې د غاښي په سيمه کې رامنځ ته شوی دی.

سياسي کارکوونکی وايي د کرښې له هغې غاړې د افغانستان له خاورې وسله والو کسانو د امنيتي ساتوونکو پر پوسته بريد کړی.

دی وايي امنيتي کارکوونکو پرې ځوابي ډزې کړې دي او بريد کوونکي په تښته بريالي شوي دي.

پاکستان وايي ترهګر د افغانستان له خاورې پرې بريدونه کوي چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر پوځيان او امنيتي ساتوونکي وژل شوي دي.

ويل کېږي افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته په دغو بريدونو کې تر ډېره کمی راغلی دی.

ورته مطالب