د پښتونخوا ټاکنو کې تاوتريخوالي ۷ کسان وژلي

Image caption په ډېره اسماعيل خان او کوهاټ سيمو کې د سياليو ډلو ترمنځ نښتې شوې، چې په پايله کې يې د يوه نوماند په ګډون درې کسه وژل شوي

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ښاروالۍ ټاکنو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د نښتو او ډزو په پايله کې د سياسي ډلو د کارکوونکو په ګډون اووه کسه وژل شوي دي.

چارواکي وايي د ناکراريو په دغو پېښو کې شاوخوا ۸۰ کسان نور ټپيان دي.

د پېښور پوليس وايي د تاوتريخوالي تر ټولو ډېرې پېښې په چارسده کې شوي دی.

دی وايي دغلته د ډزو په بېلابېلو پېښو کې لږترلږه څلور کسه وژل شوي او د ښځو په ګډون زيات نور ټپيان دي.

پوليس وايي د وطن ګوند او ملي عوامي ګوند د پلويانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته د دواړو غاړو په ډزو کې دوه کسه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي.

د چارسدې په يوه بله سيمه کې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې دوه کسه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ځايي خبريالان وايي په چارسده کې ټول شپږ کسان وژل شوي، خو پوليسو يوازې د څلورو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

په ډېره اسماعيل خان او کوهاټ سيمو کې هم د سياليو ډلو ترمنځ نښتې شوې، چې په پايله کې يې درې کسه وژل شوي دي.

په وژل شويو کې يو نوماند هم شامل دی.

بل خوا د پښتونخوا د پوليسو مشر د هغو کسانو پر وړاندې د قانوني ګام پورته کولو غوښتنه کړې چې ډزې يې کړې دي.

خيبر پښتونخوا ايالت کې د ۴۱زره او ۷۶۲ څوکيو لپاره ۸۴زره او ۴۲۰ کسان ټاکنیزو سياليو ته ولاړ وو.

د حکومتي تلويزيون د ابتدايي او غير رسمي شمېرو له مخې په دغه ايالت کې واکمن ګوند تحريک انصاف تر نورو مخکې دی.

ورته مطالب