پېښور کې ځانمرګي برید ۲ کسان وژلي

د انځور حقوق bbc
Image caption د پېښې پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې ده.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار کې د پولیسو پر ګزمې د ځانمرګي برید پایله کې دوه پولیس افسران وژل شوي او د سرحدي ځانګړو پولیسو (ایف آر پي) لوړپوړو چارواکو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې د احتیاطي پولیسو افسر ملک طارق هم شامل دی.

د پېښور د حیات اباد سیمې یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته وویل، سهار نهه بجې پر موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر د پولیسو موټر په نښه کړ.

د بم شنډولو ادارې چارواکو ويلي په چاودنه کي شاوخوا شپږ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.

نوموړي زیاته کړه ټپیان د حیات اباد میډیکل کمپلیکس روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ډېر د اندېښنې وړ نه دی.

چارواکي وايي، دوه افسران وژل شوي او د احتیاطي پولیسو افسر ملک طارق، د نوموړي موټر چلونکی او یو بل افسر ټپیان شوي دي.

د پېښې پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې ده.

په دې وروستیو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو او خیبر پښتونخوا سربېره د پاکستان په لویو ښارونو کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي دي.

د مرکزي ښار پېښور په حيات اباد کي د شيعه ګانو په جومات د فبرورۍ میاشت له بريد وروسته دا لومړی بريد دی.

ورته مطالب