"ضرب عضب عملياتو کې ۲۷۶۳ اورپکي وژل شوي"

د انځور حقوق AFP

د پاکستان پوځ وايي ډېورنډ کرښې ته نژدې يې د "ضرب عضب" عملياتو په ترڅ کې ۲۷۶۳ اورپکي وژلي دي.

دغه عمليات د يو کال په موده کې د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

دوی وايي په دې عملياتو کې د امنيتي ځواکونو ۳۴۷ کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو څانګې مشر جنرال عاصم باجوه پر ټويټر ويلي دوی شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو کې په لويه کچه کاميابې ترلاسه کړې ده.

د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي د شمالي وزيرستان عملياتو کې يې بېلابېلې وسلې چې شمېر يې ۱۸۰۸۷ ته رسېږي نيولې دي او پر دې سربېره يې ۲۵۳ ټنه چاودېدونکې مواد هم نيولي دي.

د پوځ په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملياتو له کبله يې ترهګرو ته زيان اړولی او په شاوخوا سيمو کې يې زور او قوت له منځه وړی دی.

د پاکستان پوځ وايي د ضرب عضب عملياتو له کبله په هېواد کې امنيتي حالات ښه شوي دي، ځکه د چين مشر سفر او د زېمباموې کرېکټ لوبه پاکستان کې ترسره شوه.

د جون پر ۱۵ د ضرب عضب عملياتو يو کال په پوره کېدو دی.

ويل کېږي له دې عملياتو وروسته پاکستان کې امنيتي حالات ښه شوي او تر ډېره حده په لويو بريدونو کې کموالی راغلی دی.