د ش وزیرستان کډوالو د وژل کېدو پر ضد پېښور کې مظاهره

Image caption د قبایلي جرګې غړو ویلي حکومت او امنیتي ځواکونو ورسره ژمنه کړې چې په یوه اوونۍ کې به د بکاخیلو کمپ د اوبو او برېښنا ستونزه حل کړي.

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د شمالي وزیرستان مشرانو او د سیاسي ګوندونو کارکونکو درې ورځې مخکې د بکاخیلو په کمپ کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له کبله د دوو کډوالو د وژل کېدو پر ضد مظاهره وکړه.

د سې شنبې پر ورځ پېښور کې د پریس کلب (رسنیو ادارې) مخې ته شوې مظاهره کې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو قوم مشرانو، د سیاسي ګوندونو کارکونکو او د وزیرستان محصلینو ګډون درلود.

مظاهره کونکو د کډوالو قاتلینو ته د سزا او د پښتنو د "نسل وژنې درولو" غوښتنې کولې.

د مظاهرې ګډونوالو د پاکستان حکومت پر ضد شعارونه هم ورکړل.

مظاهره کې د اتمانزیو یوه قومي مشر ملک جلال بي بي سي ته وویل پر بې وسلې کډوالو ډزې د امنیتي ځواکونو خورا بې مسولیتي ښيي ځکه نو باید په لوړه کچه د دغې پېښې پلټنه وشي او د وژونکو پر ضد کلک ګامونه پورته شي.

ښاغلي جلال وویل د بې ځایه شویو لپاره د بکاخیلو په کمپ کې لا له وړاندې د اسانتیاوی کمی و چې له کبله یې هلته د کډوالو ژوند له ډېرو ستونزو مخامخ دی.

د قومي مشر په وینا دغه ډول کمپونه باید سملاسي وتړل شي او اغېزمن شوي خپلې خوښه ته پرېښودل شي چې د استوګنځي غم وخوري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بنو په بکاخیلو کمپ کې د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي وو.

دغو سیمو کې پر شته رسنیو هم نوموړي نیوکه وکړه چې ولې یې د بې ګناه کډوالو د وژل کېدو خبر خپور نه کړ.

دغه قومي مشر وايي د هېواد په نورو ښارونو کې پر ډېرو کوچنیو مسلو هم خبرونه خپرېږي خو په خواشینۍ سره پاکستانۍ رسنۍ په قبایلو کې د بې ګناه خلکو وژنو ته هېڅ پام نه کوي.

بل خوا د قبایلي جرګې غړو ویلي حکومت او امنیتي ځواکونو ورسره ژمنه کړې چې په یوه اوونۍ کې به د بکاخیلو کمپ د اوبو او برېښنا ستونزه حل کړي.

خو د جرګې غړو وویل که له اغېزمن شویو سره پر شوو ژمنو عمل و نه شي نو بیا ټول کډوال دا حق لري چې له کمپه ووځي او جرګه به یې هم مخه نه نیسي.

یاده دې وي چې د یکشنبې پر ماښام د بنو په بکاخیلو کمپ کې د شمالي وزیرستان د بې ځایه شویو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي وو.

له دغې پېښې وروسته د بکاخیلو کمپ کډوالو په یوه خوله له کمپه د وتلو پرېکړه کړې وه.

خو د قبایلي جرګې له هڅو وروسته له کمپه د وتلو پرېکړه وځنډول شوه. د جرګې غړي وايي په دې باب به خبرې اترې له کوچني اختر وروسته بیا پیلېږي.

ورته مطالب