شمالي وزيرستان کې چاودنو ۳ پاکستاني سرتېري وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستيو کې د پاکستان پوځ په شوال او دته خېلو کې ځمکني عمليات هم پيل کړي او له همدې امله بريدونه پرې زيات شوي دي

په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې چارواکي وايي دوو بمي چاودنو لږترلږه درې پاکستاني سرتېري وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي دا پېښه د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې شوې ده.

دوی وايي امنيتي ځواکونه په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې له لرې کنټرولېدونکي بمونو په نښه کړل.

امنيتي چارواکي وايي د پېښې ټپيان د بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بريد پړه تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

په وروستيو کې د شمالي وزيرستان دته خيلو سيمه کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر شوي دي.

تر دې وړاندې هم په دغه سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمو او کاروانونو بريدونه شوي، چې مرګ ژوبله يې هم لرله.

د پاکستان پوځ د تېر کال جون مياشتې راهيسي په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد عمليات کوي او لا هم روان دي.

پوځ وايي د عملياتو په پايله کې تراوسه د شمالي وزيرستان ۹۰ سلنه سيمه له اورپکو پاکه شوې ده.

په وروستيو کې د پاکستان پوځ په شوال او دته خېلو کې ځمکني عمليات هم پيل کړي او له همدې امله بريدونه پرې زيات شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د عملياتو له پيل راهيسې شاوخوا يو ميليون کسان بېځايه شوي چې اوس په پنډغالو او يا هم په کرايي کورونو کې اوسېږي.

ورته مطالب