سوابۍ او ډېره اسماعيل خان کې دوه پوليس وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption له دې وړاندې هم په سوابۍ کې د پوليسو پر کارکوونکو بريدونه شوي چې له کبله يې زيات کارکوونکي وژل شوي دي

پاکستاني چارواکي وايي د خيبر پښتونخوا په سوابۍ او ډېره اسماعيل خان کې پر پوليسو بريدونو کې دوه ساتوونکي وژل شوي دي.

پوليس وايي لومړۍ پېښه د شنبې پر ورځ د سوابۍ په سليم خان سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

دوی وايي پر موټرسايکل سپرو کسانو پر پوليسو ډزې کړې چې يو کارکوونکی په کې وژل شوی دی.

د سوابۍ د پوليسو وياند لياقت علي بي بي سي ته ويلي د ځانګړو پوليسو کارکوونکی خيبر الخطيب سهار مهال په جومات کې لمونځ کاوه چې وسله والو کسانو پرې بريد وکړ.

د ده پر وينا له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي. ويل کېږي په دې عملياتو کې ځينې شکمن کسان هم نيول شوي دي.

له دې وړاندې هم په سوابۍ کې د پوليسو پر کارکوونکو بريدونه شوي چې له کبله يې زيات کارکوونکي وژل شوي دي.

بل خوا د خيبر پښتونخوا په جنوبي برخه ډېره اسماعيل خان کې د امنيتي ځواکونه پر پوسته بريد کې يو پوليس او دوه بريد کوونکي وژل شوي دي.

د پوليسو پر وينا د شنبې پر شپه د ډېره اسماعيل خان په درابن سيمه کې پر يوه پوسته اورپکو بريد کړی چې يو پوليس په کې وژل شوی دی.

امنيتي ځواکونه د دوو اورپکو د وژلو ادعا کوي. ځايي خلک وايي تر ډېره د ډزو اوازونه اورېدل کېدل.