چترال کې د سېلابونو له کبله دری کسان وژل شوي

Image caption چترال کې چارواکي وايي په سيمه کې د نورو بارانونو او سېلابونو وېره هم شته.

چارواکي وايي د خيبر پښتونخوا په چترال سيمه کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د يوه ماشوم او يوې ښځينه په ګډون دری کسان وژل شوي دي.

چترال کې د پوليسو مرستيال مشر امين الحق بي بي سي ته د ټليفون له لارې ويلي، له تېرې پنجنشبې ورځې په سیمه کې د بارانونو او سېلابونو له کبله دغه حالات رامنځ ته شوي دي.

دی وايي له چتراله تر مستوج، شندور او ګلګت پورې ټول سړکونه د سېلابونو له کبله بند شوي او موټر نشي کولای پر دغه لار سفر وکړي.

ښاغلي امين الحق زياته کړه چې د سېلابونو له کبله سيمې ته د اوبو لېږدولو سيستم هم اغېزمن شوی دی.

د ده پر وينا د سېلابونو له کبله ګڼ شمېر کورونه، دوکانونه او مارکېټونه وېجاړ شوي او تر اوسه په دغو پېښو کې دری کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي په سيمه کې د نورو بارانونو او سېلابونو وېره هم شته.

په چترال کې ځايي خبريال ګل حماد فاروقي وايي د پلونو او لارو د ويجاړېدو له کبله په ځينو سيمو کې د خوراکي توکو کمښت راغلی او خلک له سختو کړاونو سره مخامخ دي.

دی وايي د چترال پېښور لويه لار له تېرو دريو ورځو د ترافيکو پر مخ تړلې ده، چې له کبله يې زيات موټر په لاره کې بند پاتې دي.