پاکستان کې نور سېلابونه راوتلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هر کال پاکستان کې موسمي سیلابونه مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړوي

په داسې حال کې چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې سېلابونو ګڼ کلي وځپل، خو وروسته بیا د باران او سېلابونو څپې راغلې.

پاکستاني رسنیو ویلي، تازه سېلابونو لږترلږه درې کسان وژلي، او لسګونه زره نور یې بې ځایه کړي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستاني کارکوونکي بار شوی خر د لاهور سیلاب راوتلو اوبو کې کشوي

هر کال پاکستان کې موسمي بارانونه او سېلابونه ګڼ کسان وژني.

د انځور حقوق BBC World Service

چترال او خیبر پښتونخوا ددغو سېلابونو له کبله ډېر ځپل کېږي، ځکه هلته ګڼې ودانۍ ویجاړوي.

د خیبر پښتونخوا د معلوماتي ایالتي وزیر مشتاق غني خبریالانو ته وویل، د ښار بره برخه له کوزنۍ هغې جلا شوې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چترال تر ډېره د باران او سېلابونو له کبله اغېزمنېږي

ورته مطالب