پاکستان کې د سېلابونو له کبله د وژل شويو شمېر ۱۵۱ ته ختلی

د انځور حقوق AP
Image caption په خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او شمالي پنجاب کې د نورو سېلابونو له وېره هم شته

پاکستاني چارواکي وايي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو له کبله د وژل شويو شمېر ۱۵۱ ته پورته شوی دی.

دوی وايي د سند په ګدو بيراج او سکهر بيراج کې په لوړه کچه سېلاب راغلی دی. بل خوا په کالا باغ، کوټری او نوښار کې په منځنۍ کچه سېلابونه راغلي دي.

د شمېرو له مخې تراوسه په خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو له کبله ۷۷، پنجاب کې ۳۲، بلوچستان کې ۱۳، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې ۲۲ او ګلګت بلتستان کې ۷ کسان وژل شوي دي.

په ټول پاکستان کې د سېلابونو له کبله شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ کسان زيانمن شوي، خو خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زيانمن شويو په اړه پوره معلومات نه دي خپاره شوي.

د پاکستان دولتي تلويزيون په وينا د دې هېواد لومړی وزير نواز شريف سند ته په سفر تللي او له زيانمنو شويو کسانو سره يې د مرستو ژمنه کړې ده.

چارواکي وايي د پاکستان نورو برخو په پرتله سېلابونو خيبرپښتونخوا کې ډېر زيان اړولی، ويل کېږي په دې سېلابونو او بارانونو کې شاوخوا ۲۱۰۰۰ کورنه زيانمن شوي.

په خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او شمالي پنجاب کې د نورو سېلابونو له وېره هم شته.