افغان سفير له مولانا سميع الحق سره کتلي

د انځور حقوق Reuters

د پاکستان لپاره افغان سفير، جانان موسی زي د جمعيت علمای اسلام (س) له مشر او د حقانيه مدرسې له چلوونکي مولانا سميع الحق سره ليدنه کړې.

دغه ليدنه د نوښار په اکوړه خټک کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په اړه شوې ده.

د اکوړي خټک حقانيه مدرسې، په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې له کتنې وروسته، خبريالانو ته افغان سفير جانان موسی زي ويلي، په افغانستان کې د سولې په اړه د دواړو حکومتونو کار په خپله ځای خو د دواړو غاړو علماوو هر وخت په دې اړه مهم رول لوبولی.

ده ويلي، افغان ولسمشر اشرف غني او افغانان غواړي چې مولانا سميع الحق، نور ټول علما او قومي مشران بايد د سولې په اړه خپل رول ادا کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، مولانا سميع الحق وايي "د ملا محمد عمر له وفات وروسته په دې مهم وخت کې د پاکستان، افغانستان چارواکي او افغان طالبان بايد له پوهې او غور کار واخلي".

مولانا سميع الحق ويلي، د طالبانو غوښتنو ته دې بايد پام وشي، اوس چې طالبان د سولې خبرو ته تيار شوي بايد ټول قوتونه له دې وخت ګټه واخلي.

افغان سفير نژدې څلور ساعته په اکوړه خټک کې پاتې شو او داسې هم ويل کېږي چې مولانا سميع الحق د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ټليفون خبرې وکړې او دواړو د سولې د خبرو پر کاميابۍ ټينګار وکړ.

د تېرې مياشتې په اخر کې د ملا محمد عمر د مرګ خبر تر خپرېدو وروسته د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو دوهم پړاو وځنډېد.

د سولې خبرو لومړی پړاو اسلام اباد ته نژدې مري کې ترسره شو او داسې ويل کېدل چې دوهم پړاو به هم په پاکستان کې ترسره شي.

داسې ويل کېږي چې ځينې مهم طالب مشران له حقانيه مدرسې فارغ شوي او د پاکستان علما پرې لوی اغېز لري.