د خيبر پښتونخوا کوز دير کې بمي چاودنه شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption وړاندې هم په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې پر سيمه ييزو پوليسو ګن بريدونه شوي وو

د خيبرپښتونخوا په کوز دير کې د يوې چاودنې له کبله د سيمه ييزو پوليسو يو کارکوونکی وژل شوی دی.

پوليس وايي دغه پېښه د دوشنې (۱۰ اګست) دسهار له لمانځه وروسته پېښه شوې ده،

د ګل بهادر خان په نامه يو پوليس چې د سهار له لمانځه وروسته کور ته پر لار روان و، چاودونه وشوه.

ويل کېږي دغه چاودنه د ريموټ په کنټرول په واسطه شوې وه.

پوليس وايي نامعلومو کسانو د دلاور خان د کور پر لاره چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې له کبله يې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

دلاور خان د امن لښکر غړی و، دغه لښکر په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د سيمه ييزو پوليسو په شکل کې جوړ شوی و. په دغه لښکر کې ځايي اوسېدونکي د امن ساتلو لپاره ګومارل شوي دي.

وړاندې هم په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې پر سيمه ييزو پوليسو ګن بريدونه شوي وو.

د سيمه ييزو پوليسو راتلونکی معلوم نه دی، ويل کېږي د پاکستان دولت په ځينو سيمو کې دغه پوليس ختم کړي، خو په ځينو برخو کې تراوسه هم فعاليت کوي.