د پېښور ښوونځي برید لړ کې شپږ کسان په اعدام محکوم شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption پاکستاني طالبانو د تېر دسامبر په ۱۶ نېټه پر پېښور پوځي ښوونځي برید کې د ښوونځي زده کونکو په ګډون له ۱۴۰ ډېر کسان وژلي وو.

پاکستان کې پوځي محکمې هغه شپږ کسان د اعدام په سزا محکوم کړي، چې پېښور کې پرې پر پوځي ښوونځي د برید کولو تورونه وو.

محکمې یو کس په عمري زندان سزا هم محکوم کړی دی. دې سره کراچۍ کې پر امنیتي ځواک ( رینجرز ) د برید جرم لړ کې یوه کس ته د اعدام سزا ورکړله شوې ده.

ملکي کسانو ته دغه سزاوې دا وروستیو کې د پاکستان له پارلمانه د هغه تایید شوي قانون پر بنسټ ورکړلې شوې، چې له مخې یې پوځي محکمې کولای شي ملکي کسان محاکمه کړي.

د پاکستان پوځ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د محاکمه شویو کسانو نومونه، په اړه یې معلومات او د دوی د جرم په هکله معلومات خپاره شوي، خو دا نه دي ویل شوي، چې دغه محاکمه چېرې ترسره شوې ده.

د پاکستان ځمکني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د محکمې پرېکړه تایید کړې، خو د پوځي قانون له مخې محاکمه شوي کسان کولای شي، پوځي محکمه کې استناف غوښتنه وکړي.

د پوځ اعلامیه کې ویل شوي، چې محاکمه شوي کسان د یوې سخت دریځې ډلې توحید والجهاد اړوند دي. دغه ډله ډېره مشهوره نه ده.

له دې مخکې دغې ډله پاکستان کې کوم فعالیت کې ښکېله نه وه. د یادونې ده، چې پاکستاني طالبانو د تېر دسامبر په ۱۶ نېټه پر پېښور پوځي ښوونځي برید کې د ښوونځي زده کونکو په ګډون له ۱۴۰ ډېر کسان وژلي وو.