په خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو وېره ده

د انځور حقوق AP

د پاکستان د هوا حالاتو ادارې ويلي چې يو ځل بيا په ګلګت، بلتستان او چترال کې د بارانونو او په غرنيو سيمو کې د واورې وېلې کېدو له امله د سېلابونو وېره شته.

د هوا حالاتو ادارې چارواکي وايي د بارانونو سلسله به د شنبې او يکشنبې پر ورځ د پاکستان شمالي برخو ته ورسېږي.

اسلام اباد کې د هوا حالاتو ادارې مشر محمد حنيف بي بي سي ته ويلي چې په شمالي سيمو کې د هوا د ګرموالي له کبله په غرنيو سيمو کې د واورې ويلې کېدل تېز شوي چې له کبله يې د سېلابونو وېره نوره هم زياته کړې ده.

د انځور حقوق AFP

نن سبا په چترال ګلګت او بلتستان کې د هوا درجه شاوخوا ۳۰ سانتي ګرېډ ښودل کېږي.

په ګلګت او چترال کې ځايي خلکو ته ويل شوي چې محتاط و اوسي او د سېلابونو پر مهال خوندي ځايونو ته ځانونه ورسوي.

دوی وايي په راتلونکو دريو ورځو کې شمالي سيمو، پېښور، مردان، راولپنډۍ او ګوجرانواله کې د تېزو بارانون وېره شته.

تېره مياشت چترال کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۳۲ کسان وژل شوي وو او سيمې ته يې ډېر زيان اړولی و.

د شمېرو له مخې د سېلابونو له کبله ۷۰۰ کورونه پوره ويجاړ او نژدې ۵۰۰۰۰ نور زيانمن شوي دي، له دې سربېره سړکونو، پلونو او زراعتي ځمکو ته هم ډېر زيان رسېدلی دی.

له لوړ چترال سره د سېلابونو او ځمکښوېدنې له کبله لاره بنده شوې وه، خو ويل کېږي اوس نوي سړکونه بيا جوړ شوي دي.

د انځور حقوق AFP