جنوبي وزيرستان کې يو سرتېری او دری اورپکي وژل شوي

د انځور حقوق bbc

د پاکستاني چاراکو په وينا، ډېورنډ کرښې ته نژدې جنوبي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او اورپکو تر منځ جګړه کې يو سرتېری او دری اورپکي وژل شوي دي.

ځايي سرچينو بي بي سي ته ويلي دغه جګړه د جنوبي وزيرستان د تيارزې په بنګا سيمه کې شوې ده. ويل کېږي جګړې د سهار له اتو بجو د ماسپښين تر دوو بجو پورې دوام درلود.

سرچينې وايي په دې جګړو کې يو امنيتي کارکوونکي او درۍ اورپکي وژل شوي چې دوه يې مهم قوماندان وو.

د پاکستان پوځ تېر کال په شمالي وزير کې د اورپکو پر وړاندې عمليات پيل کړي چې تر اوسه هم روان دي، د پاکستان پوځ وايي د عملياتو په ترڅ کې يې ډېره سيمه له اورپکو پاکه کړې ده.

پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو له پيل وروسته په خيبر کې هم پوځي عمليات پيل کړي.

د پوځ په وينا ۹۰ سلنه خاوره يې اورپکو پاکه کړې، خو تر اوسه هم په لرې پرتو سيمو لکه شوال او دته خېلو کې عمليات روان دي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې په خيبر کې يې د اورپکو پر وړاندې عمليات بشپړ کړي او د شمالي وزيرستان په شوال کې یې د عملياتو لومړی پړاو پيل کړی دی.

دی وایي د ضرب عضب عمليات په کاميابۍ سره روان دی او پوځ غواړي ژر تر ژره يې په پوره ډول بشپړ کړي.