بوګټي: د بلوچستان پر ''مسئلې خبرو ته چمتو'' يم

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه وايي يو شمېر بلوڅان په تېرو لسو کلونو کې لادرکه شوي دي او د مرګ او ژوند په اړه يې معلومات نه شته

د بلوجستان جمهوري غوښتونکو ګوند مشر، براهم داغ بوګټي، چې اوسمهال سويس کې دی، ویلي د بلوچستان پر مسئلې د خبرو اترو لپاره چمتو دی.

ښاغلي بوګټي ویلي که بلوڅ قوم غواړي نو دی چمتو دی چې د خپلواک بلوچستان له غوښتنې لاس پر سر شي.

تر دې مخکې ښاغلي براهم داغ بوګټي د خبرو اترو غوراوی رد کړی و او دریځ یې دا و چې د بلوچستان تر خپلواکۍ به جګړه روانه وي.

ده له بي بي سي سره خبرو کې وویل، بلوجستان کې له تېرې څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې د تاوتریخوالي، وژنو، نیونو، بې درکه کېدو او نورو ظلمونو لړۍ روانه ده.

ښاغلي بوګټي زیاته کړه، بلوچستان کې وضعيت د پاکستان پوځ خرابه کړی او همدوی یې د سمولو مسولیت لري.

ده دغه راز وویل که هند له بلوڅانو سره مرسته کوي نو دوی یې نه ردوي ځکه د خپلې دفاع لپاره هر څوک مرسته غواړي.

د بلوڅو دغه مشر تر دې هم يو څه وړاندې ولاړ ويې ويل بلوڅان کولي شي آن له امریکا او ملګرو ملتونو هم مرسته وغواړي.

په بلوچستان ايالت کې چې ډېری اوسېدونکي يې بلوڅ او پښتانه دي له حکومت نه لا ډېر حقونه غواړي.

که څه هم حکومت وايي دوی ته حقونه ورکړای شي، خو بلوڅان وايي هغومره حق نه ورکول کېږي، چې بايد ورکړای شي.

په بلوچستان کې په تېرو شاوخوا نهو کلونو کې د بلوڅ ملتپالو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې سلګونه پوليس او بلوڅان وژل شوي دي.

راپورونه وايي يو شمېر بلوڅان په تېرو لسو کلونو کې لادرکه شوي دي او د مرګ او ژوند په اړه يې معلومات نه شته.

ځايي بيلتون غوښتونکي بلوڅان وايي دغه کسان د پاکستان د څارګرو ادارو له لوري بيول شوي، خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.

ورته مطالب