شمالي وزيرستان کې پنځه "اورپکي" وژل شوي

Image caption دغه بريد د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې رامنځ ته شوی دی

ډيورنډ کرښې ته نژدې شمالي وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد کې لږ تر لږه پنځه شکمن "اورپکي" وژل شوي دي.

يوه امنيتي کارکوونکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د اورپکو پر یوه اډه دوه توغندي توغول شوي چې په ترڅ کې يې پنځو اورپکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بريد د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې رامنځ ته شوی دی.

د کارکوونکي په وينا د وژل شويو کسانو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته، خو ځايي سرچينې بيا وايي په وژل شويو کسانو کې بهرني اورپکي هم شامل دي.

د تېرې مياشتې په پيل کې په دې سيمه کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې بريد، لږ تر لږه څلور شکمن "اورپکي" وژلي وو.

له ۲۰۰۴ کال راهيسې ډيورنډ کرښې سره نژدې د امريکا بې پيلوټه الوتکو بريدونه روان دي چې د ځينو شمېرو له مخې تر ۴۰۰ اوښتي دي.

چارواکي وايي په دغو بريدونو کې د ولسي وګړو په ګډون په لوی شمېر کورني او بهرني اورپکي وژل شوي چې ځينې يې مهم قوماندانان وو.

شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عمليات روان دي چې په وينا يې، تراوسه ۹۰ سلنه خاوره له اورپکو پاکه کړې ده.

ورته مطالب