خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ پېښې ۷۵ سلنه کمې شوې

چارواکي وايي د پولیو یا ګوزڼ ضد هڅو پایلې کې خیبر پښتونخوا کې د دغې ناروغۍ پېښې ۷۵ سلنه کمې شوې او په اوو ولسوالیو کې ګوزڼ په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.

دغه اعلان د پنجشنبې پر ورځ (سپتمبر ۱۰مه) پېښور کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف له خوا د خبریالانو لپاره جوړ شوي روزنیزه غونډه کې وشو.

د یونیسف او د خیبر پښتونخوا د بېړنیو عملیاتو مرکز چارواکو خبریالانو ته وویل، پاکستان کې د ګوزڼ پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی او سږ کال تر اګست پورې یوازې اته قضیې ثبتې شوې دي.

دوی وویل تېر کال د ګوزڼ ټولټال ۱۴۳ پېښې مخې ته راغلې وې.

په خبرو کې دا هم وویل شول چې د خیبر پښتونخوا په اوو ولسوالیو کوهاټ، سوات، کرک، مردان، بونېر، تورغر او بنو کې دغه ناروغي په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په ۱۲ ولسوالیو کې د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې کمپاین د سپتمبر پر ۱۴مه پیلېږي.

غونډه کې ګډونوالو ته وویل شول چې په دغو ۱۲ ولسوالیو کې به د درې ورځني کمپاین په ترڅ کې له پنځو کلونو د کم عمر څه دپاسه پنځو میلیونو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

چارواکو دا هم وویل چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې پاکستان کې د ګوزڼ ټولټال ۳۲ قضیې ثبتې شوې چې له خیبر پښتونخوا ۱۳، قبایلي سیمو ۱۰ او بلوچستان په کې پنځه پېښې شاملې دي.

په غونډه کې د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د رسنیو پر رول هم خبرې وشوې او پر دې ټینګار وشو چې رسنۍ باید د میندو او پلرونو په ګډون د ټولنې ټولو خلکو کې د پوهاوي لوړلو او مالوماتو ورکولو په تړاو خپل رول ولوبوي.

ورته مطالب