پېښور او مومندو کې پوليسو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د انځور حقوق bbc
Image caption وسله والو کسانو پېښور کې د پوليسو پر موټر بريد کړی چې له کبله يې دری پوليس ټپيان شوي او يو وژل شوی

چارواکي وايي ډيورنډ کرښې ته نژدې قبايلي سيمه مومندو کې په تېرو دوو ورځو کې د امن پر لښکر بريدونو کې د دوو کارکوونکو په ګډون درې کسان وژل شوي او د يوه ماشوم په ګډون دوه ټپيان دي.

بل خوا په پېښور کې پر پوليسو بريد کې يو امنيتي ساتونکی وژل شوی او درې ټپيان دي.

د ځايي چارواکو په وينا د مومندو په پنډيالي سيمه کې د سړک غاړې بم هغه وخت چاودلی چې د امن لښکر دوو کارکوونکي پر موټر سايکل سپاره له سيمې تېرېدل، د چاودنې له کبله پر موټر سايکل سپاره دواړه کسان وژل شوي دي.

په مومندو کې د امن له راتلو وروسته چارواکو دغه لښکر ختم کړی دی.

په دې ډول يوه بله پېښه کې يوه نامعلوم کس د زرغون شاه په نامه د يوه کس کور ته لاسي بم ورغورځولی چې په ترڅ کې د نوموړي کس مېرمن وژل شوې او زوی يې ټپي شوی دی.

تراوسه د دغه بريد په اړه نور معلومات نشته او نه يې هم چا پړه پر غاړه اخيستې ده.

بل خوا وسله والو کسانو پېښور کې د پوليسو پر موټر بريد کړی چې له کبله يې څلور پوليس ټپيان شوي او د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه بريد کوونکي وژل شوي دي.

ويل کېږي له ټپيانو پوليسو څخه يو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

پوليس وايي د بريدکوونکي نوم سيف الله او د پېښور د پاوکه سيمې اوسېدونکی و.

د پېښور ښار یوه بله پېښه کې د يوه کس زندۍ شوی مړی موندلی شوی.

پوليس وايي د وژل شوی کس نوم رحمان ګل او د مومندو سيمې اوسېدونکی و، کورنۍ يې ويلي چې دوی له هېچا سره دښمنې نه لرله.