شمالي او جنوبي وزيرستان کې مرګ ژوبله اوښتې

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځ تېر کال په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي وو چې په وينا يې ۹۰ سلنه خاوره له اورپکو پاکه کړې

ډيورنډ کرښې ته نژدې جنوبي وزيرستان کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله شپږ امنيتي ساتونکي ټپيان شوي دي.

د دولتي سرچينو په وينا دغه پېښه د جنوبي وزيرستان په واڼه سيمه کې رامنځ ته شوې ده. دوی وايي نامعلومو کسانو د سړک پر غاړه ماين اېښي او چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوې، چې د امنيتي ځواکونو موټر له سيمې تېرېده.

سرچينې وايي په دغه بريد کې شپږ کارکوونکي ټپيان شوي، له پېښې وروسته ځواکونو په سیمه کې د پلټنې عمليات پيل کړي او د واڼه بازار يې د څه وخت لپاره بند کړی و.

بل خوا د شمالي وزيرستان يوه بله پېښه کې يو پوځي او پنځه "اورپکي" وژل شوي دي.

له شمالي وزيرستان څخه راغلي راپورونه وايي پېښه له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په تحصيل سپين وام کې رامنځ ته شوې ده.

د دولتي کارکوونکو په وينا "اورپکو" پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی چې په ترڅ کې يې د اسماعيل په نامه يو پوځي وژل شوی او د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې پنځه اورپکي هم وژل شوي دي.

تېره ورځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې دوه کارکوونکي وژل شوي او سرتېري په ځوابي ډزو کې د ۱۴ "اورپکو" د وژلو ادعا کوي.

د پاکستان پوځ تېر کال په شمالي وزيرستان کې د "اورپکو" پر وړاندې پوځي عمليات پیل کړي وو چې په وينا يې ۹۰ سلنه خاوره له وسله والو پاکه کړې ده. خو ډيورنډ کرښې ته نژدې شوال او دته خېل سيمه کې عمليات تراوسه روان دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ په دغو سيمو کې ځمکني عمليات هم پيل کړي چې له کبله يې د اورپکو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

ورته مطالب