پاکستان: د پېښور برید په تړاو شواهد افغانستان ته سپارو

Image caption د پاکستان د هوايي ځواک پر اډې برید کې د ۱۴ بریدګرو په ګډون ۴۳ کسان ووژل شول چې ډېرې یې د پاکستان د هوايي پوځ غړي وو.

پاکستان کې چارواکي وايي، د دغه هېواد لوړپوړو ملکي او پوځي مشرانو پېښور کې د پاکستان د هوايي ځواک پر اډه د تېرې اوونۍ برید په تړاو په یوه غونډه کې هغو شواهدو ته کتنه کړې چې افغان حکومت ته به سپارل کېږي.

د پاکستان حکومتي سرچینو ویلي، د دغه برید په اړه د دوشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۱مه) شوې غونډه کې ګڼ شواهد وړاندې شول او هغه مدارک ترې بېل شول چې ټاکل شوې افغان چارواکو ته وسپارل شي.

سرچینې وايي پاکستاني چارواکي به ډېر ژر له دغو اسنادو سره کابل ته سفر وکړي.

اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ غونډه کې د پوځ مشر راحیل شریف، د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان او د مالیې وزیر اسحق ډار په ګډون ګڼو نورو لوړپوړو دفاعي او پوځي چارواکو ګډون درلود.

د ځینو حکومتي سرچینو په وینا، په دغه غونډه کې افغانستان ته د شواهدو د سپارلو تر څنګ، پر پوله د ترهګرو د تګ راتګ د درولو په تړاو پر وړاندیزونو هم خبرې وشوې.

د جمعې پر ورځ (سپتمبر ۱۸مه) د پېښور په بډه بېره سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواک پر اډې برید کې د ۱۴ بریدګرو په ګډون ۴۳ کسان ووژل شول چې ډېرې یې د پاکستان د هوايي پوځ غړي وو.

Image caption سرچینې وايي پاکستاني چارواکي به ډېر ژر له دغو اسنادو سره کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم سلیم باجوه په هماغه ورځ ماښام یوې خبري غونډې ته وویل، د دغه برید پلان او د ترهګرو روزنه په افغانستان کې ترسره شوې وه او بریدګر له افغانستانه پاکستان ته راغلي وو.

وروسته بیا حکومتي سرچنیو دا هم ویلي وو چې بریدګر د قبایلي سیمې خیبر اجنسۍ له لارې پېښور ته تللي وو.

پاکستان د تېر کال پېښور پوځي ښوونځي برید پړه د پاکستاني طالبانو پر مشر ملا فضل الله اچوي او په وینا یې نوموړی د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې پټ دی.

د پېښور پر پوځي ښوونځي د برید په جرم ځینو کسانو ته په پوځي محکمو کې سزاوې هم ورکړل شوې دي.

ورته مطالب