شمالي وزيرستان کې ۲۲ "اورپکي" وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال جون مياشت کې د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د ترهګرو پر وړاندې پوځي عمليات پیل کړي

د پاکستان پوځ ډيورنډ کرښې ته نژدې، شمالي وزيرستان هوايي بريدونو کې د ۲۲ اورپکو د وژلو ادعا کوي.

د دې هېواد پوځ مطبوعاتي څانګې په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ضرب عضب پوځي عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه هوايي بريدونه کړي چې "اورپکو" ته يې ګڼ شمېر مرګ ژوبله اړولې ده.

د خبرپاڼې په وينا د بريدونو له امله ۲۲ اورپکي وژل شوي او څو مرکزونه يې هم له منځه تللي دي.

د پاکستان پوځ وايي دغه بريدونه په هېواد کې د "ترهګرو" پر وړاندې د ضرب عضب عملياتو تر نامه لاندې روان دي.

تېر کال جون مياشت کې د پاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې د ترهګرو پر وړاندې پوځي عمليات پیل کړل او وايي د دغو عملياتو په ترڅ کې يې ۹۰ سلنه خاوره له ترهګرو پاکه کړې ده.

بل خوا تر اوسه هم په لري پرتو سيمو لکه شوال او دته خېلو کې پوځي عمليات دوام لري. څه موده وړاندې د پاکستان پوځ په يادو شويو ځايونو کې ځمکني عمليات هم پيل کړي وو، چې له کبله يې پر امنيتي ځواکونو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

تېر کال ډسمبر مياشت کې د پېښور ښوونځي بريد وروسته پاکستاني پوځ خپل عمليات نورو سيمو ته وغزول او په خيبر کې يې د اورپکو پر وړاندې عملياتو کې يې زياتوالی راوست.