کوټه: ښاري بس کې بمي چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي

د انځور حقوق
Image caption د کوټې ښار سریاب روډ سیمې کې له دې مخکې هم چاودنې شوې، خو له څه مودې راهیسې نسبتاً د ښار امنیت ښه و

د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټه کې د یوې چاودنې پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

چاودنه له کوټې نه سریاب ته پر لارې یوه ښاري بس کې شوې.

د کوټې پولیسو یوه افسر عبدالوحید خټک خبربالانو ته وویل، چې روان بس د دوکاني بابا سیمې ته ورسید، چې پکې زوروره چاودنه وشوه.

د چاودنې غږ د ښار په ډېری برخو کې اوریدل شوی دی.

د کورنیو چارو ایالتي سکرتر اکبرحسین دراني د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، چې د چاودنې پایلې کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته د کوټې ملکي روغتون مسوولینو په وینا د پېښې له ځایه دوی ته ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او مرستندویه چارې پیل شوې

د دریو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د پولیس افسر عبدالوحید خټک په خبره چاودنه د ریموټ کنترول بم په وسیله شوې ده.

د نوموړي په وینا پنځه یا شپږ کلو باروت د بس د چت په وروستۍ برخه کې ځای پر ځای شوي وو.

چارواکي وايي د پېښې ښکار بس کې له ۳۵ تر ۴۰ پورې کسان ناست وو. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.

دم ګړۍ کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی. چاودنه داسې مهال شوې، چې د محرم الحرام میاشتې په مناسبت د کوټې په شمول ټول پاکستان کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي.

له دې مخکې هم د کوټې ښار سریاب روډ سیمه کې چاودنې شوې دي، خو له څه مودې راهیسې د ښار امنیت په نسبي توګه ښه و.