د پښتنو قومي مشر افضل خان لالا ومړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پښتنو وتلي سياستوال، مبارز او ولسي مشر ښاغلی محمد افضل خان د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلونو په عمر په حق ورسېد.

ويل کېږي افضل خان لالا له څه مودې راهيسې د ځيګر پر ناروغۍ اخته و.

د ورپېښې ناروغۍ له امله د مټې روغتون ته لېږدول شوی و، خو د تنفس کاږلو له ستونزو وروسته، د چورلکې په واسطه د راولپنډۍ سي اېم اېچ روغتون ته ولېږدول شو او هلته یې ساه ورکړه.

افضل خان لالا په ۱۹۳۱ کال کې د خيبر پښتونخوا په سوات کې د خان محمد خان حبيب کره زيږېدلی او لومړنی زده کړې په خپله سيمه کې کړې وې.

نوموړي لوړې زده کړې د سياسي پوهنې او قانون په برخه کې له لاهور او پېښور پوهنتونونو ترلاسه کړې وې.

افضل خان لالا د عوامي نشنل ګوند يو له مهمو کسانو ګڼل کېده او د عبدالولي خان يو تر ټولو نژدې ملګری و.

ښاغلی افضل خان لالا په ۱۹۷۰ کال کې د خيبرپښتونخوا د اسمبلی غړی او د مفتي محمود په مشرۍ ايتلافي حکومت کې، د عوامي نشنل ګوند وزير و.

نوموړی په ۱۹۷۵ کال کې د ځينو نورو مشرانو سره يوځای د پاکستان د حکومت له خوا نيول شوی و چې بيا نژدې درې کاله وروسته بېرته خوشي شو.

افضل خان لالا څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او له افغان مشرانو سره يې ليدلي او کتلي وو.

ښاغلي افضل خان لالا د پښتنو يوالي په اړه ښکاره دريځ درلود، دی وايي "تر هغه چې پښتون قوم نه وي يو شوی، د دي قوم مشکلات او محروميتونه نه شي ختمېدلی"

په سوات او شاوخوا سيمو کې د جګړو او تاوتريخوالي پرمهال افضل خان لالا له خپلو خلکو او ولس سره يوځای پاتې شو.

۲۰۰۸ کال کې وسله والو طالبانو سوات کې پرې بريد وکړ، چې دی په کې ټپي شو، په دې سربېره يې پر کور څو ځله بريدونه شوي وو، خو ده خپله سيمه او خلک يوازې پرې نه ښودل.

د سوات خلک افضل خان لالا ته د خپل قوم او خپلو خلکو په يوازې نه پرېښودلو د عزت په سترګه ګوري.

د افضل خان لالا جنازه په خپله پلرنی هديره کې خاورو ته وسپارل شوه..