ټانک سیمه کې خبریال زمان مسید په ډزو وژل شوی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption د خبریالانو خوندیتوب سازمانونه پاکستان د خبریالانو له پاره له خورا خطرناکو هېوادونو یو بولي

د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک سیمه کې ناپيژاندو کسانو ځايي خبریال زمان مسید په ډزو وژلی دی.

زمان مسید له ټانک نه یو شمېر ځايي ټلویزیونو او ورځپاڼو ته رپوټونه استول.

ځايي پولیس وايي نوموړی ټانک بازار ته پر لاره و، چې نا پيژاندو موټرسایکل سپرو کسانو پرې ډزې وکړې، چې پایله کې نوموړی ټپي شو.

له هغه وروسته بیا دیره اسماعیل خان روغتون ته پر لاره وايي نوموړي ساه ورکړه. ځايي پولیس وايي زمان مسید له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.

۳۵ کلن زمان له ۱۳ کلونو راهیسې خبریالي کوله.

ښاغلي مسید له ځايي ورځپاڼو او ټلویزیوني چینلونو سره د خبریالۍ تر څنګ سویلي وزیرستان کې د بشري حقونو فعال په توګه هم فعالیت کاوه.

د خبریالانو خوندیتوب سازمانونه پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له خورا خطرناکو هېوادونو یو بولي.

د خبریالانو خوندیتوب لپاره فعال نړیوال سازمان کمټي ټو پروټیکټ جرنلسټس مسوولان وايي له ۱۹۹۲ راهیسې پاکستان کې ۵۶ خبریالان وژل شوي دي، چې پکې د ۹۴ سلنه قضیو عاملین نه دي محاکمه شوي او شپږ سلنه نورو قضیو کې جزوي محاکمه تر سره شوې ده.