کوټه ښار کې د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي بلوچستان کې د مرګ ژوبلو پېښو کې زياتوالی راغلی خو چارواکي بيا دا خبره ردوي

د بلوچستان مرکز کوټې ښار، دوو بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

لومړۍ پېښه د شنبې پر ماښام د کوټې ښار پر سپني سړک منځ ته راغله.

د ځايي پوليسو يو کارکوونکی وايي، دوه کسان په يوه موټر کې سپاره او له سپني سړک تېرېدل چې پر موټرسايکل سپرو نامعلومو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.

د کارکوونکی په وينا د ډزو له امله يو کس و وژل شو او بل ټپي شو، ټپي شوي کس روغتون ته له لېږدېدو وروسته ساه ورکړه.

پوليس وايي دواړه وژل شوي کسان شيعه او هزارګان دي.

په تېرو څلورو ورځو کې دا په کوټه ښار کې پر هزارګانو درېيم بريد دی.

له دغې پېښې لږ څه وروسته نامعلومو وسله والو کسانو کوټه ښار کې د جان محمد سړک پر يوه دوکان ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې دوه کسان ووژل شول.

پوليس وايي ډزې هغه مهال وشوې کله چې هغوی دوکان بنداوه او وژل شوي کسان سنيان دي.

بل خوا د بلوچستان له خضدار سيمې د دوه کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوي.

پوليس وايي دغه کسان درې يا څلور ورځې وړاندې د ډزو په واسطه وژل شوي دي.

دوی زياتوي وژل شوي کسان له ۱۵ تر ۲۰ وروځو وړاندې لا درکه شوي وو.

بلوچستان کې له ۲۰۰۸ کال راهيسې د شکنجه شويو کسان مړي موندل کېږي، چارواکي وايي اوس دا ډول پېښې کمې شوې دي.

ورته مطالب