بلوچستان کې د اورګاډي چپه کېدو ۱۲ کسان وژلي

Image caption چارواکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې، خو لومړي معلومات ښيي چې اورګاډی له ليکې وتلی دی

د بلوچستان بولان سيمه کې د اورګاډي چپه کېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.

چارواکي وايي د جعفر ايکسپرېس يو اورګاډی له کوټې ښار څخه راولپنډۍ ته روان و چې اب ګم سيمه کې له ليکې وا وښت.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير په دغه پېښه کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او له ۵۰ زياتو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

ویل کېږي له پېښې لږ وروسته د مرستو ډلې سيمې ته رسېدلې او ټپيان يې سول او د کوټې روغتون ته لېږدولي دي.

د پاکستان پوځ د رسنيو ادارې په وينا د مرستې رسولو په دغو ډلو کې نيمه پوځيان او چټک خوځېدونکې ډلې برخه لري.

پر دې سربېره د دوو چورلکو په واسطه ټپيان کوټې ته لېږل کېږي.

چارواکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې، خو لومړي معلومات ښيي چې اورګاډی له ليکې وتلی دی.

همدا ډول د روانې مياشتې په پيل کې هم د جعفر ايکسپرېس پر يوه موټر چاودنه شوې وه چې په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي وو.

په ۲۰۱۳ کال کې هم پر جعفر ايکسپرېس دوه بریدونه شوي وو.

په اګست مياشت کې له بولان سره نژدې پرې د راګټ بريد شوی و، چې له کبله يې د اورګاډي ماشين له منځه تللی او دوو مسافرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

له دې وړاندې د ۲۰۱۳ کال جون مياشت کې پرې نامعلومو وسله والو کسانو ډزې کړې وې چې د يوه امنيتي کارکوونکي په ګډون درې کسان په کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي وو.

ورته مطالب