''خیبر پښتونخوا کې پوليو واکسين سره مخالفت کم شوی''

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ۲۲۴ پېښې تاييد شوې وې

چارواکي وايي په خيبر پښتونخوا کې د هغو ميندو پلرونو شمېر نژدې پنځه برابره کم شوی، چې د ګوزن يا پوليو پر ضد يې د خپلو ماشومانو له واکسينولو سره مخالفت کاوه.

د دغه ايالت چارواکي وايي د دا ډول کسانو شمېر پخوا ۳۴۰۰۰ وو، خو اوس د پنځو او اتو زرو ترمنځ دی.

تر دې وړاندې ايالتي حکومت ویلي و، د هغو کسانو پر وړاندې به قانوني ګامونه پورته کړي، چې د ماشومانو له واکسينولو انکار کوي.

د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي د کورنيو په راضي کولو کې ډاکټرانو، ديني عالمانو او ځايي مشرانو مهم رول لوبولی دی.

ډېری هغه کسان چې د خپلو ماشومانو له واکسينولو انکار کوي، په پېښور او بنو ولسواليو کې دي.

سږکال تر اوسه په پاکستان کې د پوليو ۴۱ پېښې تاييد شوي چې ۱۴ يې په قبايلي سيمو، ۱۵ يې په خيبر پښتونخوا او دوه نورې يې د هېواد په نورو برخو کې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېرو څو کلونو کې په پاکستان په ځانګړي ډول خيبر پښتونخوا کې د پوليو ضد پر واکسيناتورانو ډېر بريدونه وشول، چې واکسيناتوران او امنيتي ځواکونه په کې ووژل شول

تېر کال په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ۲۲۴ پېښې تاييد شوې وې.

روانه میلادي مياشت په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د پوليو پر وړاندې کمپاين بشپړ شو او په ټولو سيمو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو.

په تېرو څو کلونو کې په پاکستان په ځانګړي ډول خيبر پښتونخوا کې د پوليو ضد پر واکسيناتورانو ډېر بريدونه وشول، چې واکسيناتوران او امنيتي ځواکونه په کې ووژل شول.

په نړيواله کچه د ګوزن د له منځه وړلو هڅې روانې دي او پرته له پاکستان او افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو کې دغه ناروغي نه شته.

ورته مطالب