کوټه کې درې "اورپکي" وژل شوي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption کوټه يوه له هغو سيمو ده چې دې ته ورته پېښې په کې ډېرې تر سترګو کېږي.

د بلوچستان مرکز کوټه ښار کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې درې "اورپکي" وژل شوي دي.

د سيمه ييزو چارواکو په وينا وژل شوی کسان له يوې "مذهبي اورپکې" ډلې سره تړاو لري.

د بلوچستان د نيمه پوليسو وياند وايي د کوټې ښار، سرياب سيمې په يوه کور کې د وسله والو په اړه ورته خبر رسېدلی و او امنيتي ځواکونو پرې پوځي عمليات ترسره کړل.

ویاند زياتوي د "وسله والو اورپکو" او امنيتي ځواکونو تر منځ سختې ډزې شوې چې په ترڅ کې يې درې اورپکي وژل شوي دي.

د يادې شوې سيمې په يوه بله پېښه کې له اورګاډي سره نژدې چاودنه شوې. د سيمې د پوليسو يو کارکوونکي وايي نامعلومو کسانو له اورګاډي سره نژدې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې له امله يې چاودنه رامنځ ته شوه.

په دغه چاودنه کې اورګاډي ته زيان اوښتی دی.

بلوچستان په ځانګړي توګه کوټه يوه له هغو سيمو ده چې دې ته ورته پېښې په کې ډېرې تر سترګو کېږي.

څه موده وړاندې هم په دغه سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې يو شمېر وسله وال وژل شوي وو.

ورته مطالب