بلوچستان: نامعلومو وسله والو څلور کسان په ډزو وژلي دي

د انځور حقوق
Image caption د نېشنل ګوند دواړه ځايي مشران د خضدار په ګرېشه سیمه کې وژل شوي دي

بلوچستانایالت کې د واکمن نېشنل ګوند د دوو ځايي مشرانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د نېشنل ګوند دواړه ځايي مشران د خضدار په ګرېشه سیمه کې وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي څلورو کسانو په یوه ګاډي کې سفر کاوه، چې په بدرنګ سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو ورته کمین نیولی و.

د مسولینو په خبره وسله والو دواړه سیاسي فعالان، عطاالله ساجدي او صدیق سمالاني له ګاډي کوز کړل او په ډزو یې ووژل.

د دغې پېښې انګېزه دم ګړۍ معلومه نه ده.

د بلوچستان د اعلی وزیر ویاند جان محمد بلیدي دغه پېښه غندلې او وايي، ترهګر بې وسلې قومي او سیاسي مشران وژني او غواړي وېره، تره خپره کړي.

بل لور ته مرکزي ښار کوټه کې ځايي امنیتي چارواکي وايي د ښار پر تاڼه روډ سیمه کې نامعلومو کسانو یو ښاري ملک په ډزو وژلی دی.

هلته پنجګور ښارګوټي کې نامعلومو کسانو یو سړی په ډزو وژلی دی.

له دې مخکې تېره ورځ د کوټې ښار پولیسو په وینا نامعلومو کسانو دوه هزاره ګان د سپینی روډ سیمې کې په ډزو ووژل.