پېښور ښوونځي کې د وژل شویو کسانو تلین ولمانځل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption د لومړي وزیر نوازشریف په وینا خبرې له هغه چا سره کېږي، چې د انسانانو په وینا پوهیږي

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو برید کې د وژل شویو ۱۴۱ کسانو تلین په رسمي توګه ولمانځل شو.

یاد برید کې وژل شوي ډېری کسان د پوځي ښوونځي زده کونکي وو او د تلین مراسم هم په همدغه ښوونځي کې ولمانځل شول.

لومړي وزیر نوازشریف مراسمو ته وینا کې د دسمبر ۱۶ نېټه د ''د زده کړو ملي هوډ '' ورځې په توګه ونوموله.

نوموړي وویل دغه ورځ زموږ د تېر یوه برخه ده، خو وايي غواړو دغه ورځ مو د حال او راتلونکي برخه شي.

نوازشریف وویل د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۱۶ ورځې غمیزې زموږ زړونه زخمي کړل، خو په وینا یې موږ یو موټی هم کړو.

د دغې ورځې په مناسبت په خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان کې تعلیمي ادارې تړلې وي. صوبايي حکومت ارکایوز نومي کتابتون ته په برید کې د وژل شویو زده کونکو نوم ورکړی او دغه راز پر یوه یادګاري څلي د وژل شویو زده کونکو تصویرونه ټومبل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption یاد برید کې وژل شوي ډېری کسان د پوځي ښوونځي زده کونکي وو او د تلین مراسم هم په همدغه ښوونځي کې ولمانځل شول

د پاکستان مرکزي حکومت وار له مخه د پلازمېنې ۱۲۲ ښوونځي هغو زده کونکو ته منسوب کړي دي، چې په یاد برید کې وژل شوي وو.

مراسمو کې د لومړي وزیر نوازشریف او پوځي مشر جنرال راحیل شریف په ګډون د ټولو څلورو صوبو اعلی وزیرانو هم ګډون درلود.

د تلین مراسمو پر مهال په پېښور کې خورا کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي او د دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې نژدې ۲۰۰۰ پولیس ځای پر ځای شوي دي.

پر یاد ښوونځي برید کې د وژل شویو کسانو تلین په مناسبت د سې شنبې په شپه د بریتانیا برمنګم ښار کې هم مراسم تر سره شول.

دغو مراسمو کې د نورو ترڅنګ نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم برخه درلوده. 'پوپیز فار پیس' نومي دغې غونډې ته وینا کې ملالې وویل:

''له ضرب عضب وروسته اوس پاکستان ضرب قلم ته اړتیا لري، چې زده کړې هغه څه دي، چې خلک له سخت دریځۍ لرې ساتي.''