بلوچستان کې د ټاکنيز کمپاين ۴ کسان تښتول شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په کيچ کې ځايي چارواکي د څلورو کسانو د تښتولو پخلی کړی ويلي يې دي چې دغه کسان له دوو جلا سيمو تښتول شوي

د پاکستان د بلوچستان په کيچ ولسوالۍ کې د دوو سياسي ډلو څلور کسان تښتول شوي دي. دغه کسان د واکمن نيشنل ګوند او د بلوچستان د نيشنل ګوند غړي دي.

په کيچ کې ځايي چارواکي د څلورو کسانو د تښتولو پخلی کړی ويلي يې دي چې دغه کسان له دوو جلا سيمو تښتول شوي دي.

د دغو کسانو د تښتولو په اړه د بلوچستان د ازادۍ ټلوالې چې له ټاکنو سره مخالفه ده ځايي رسنيو ته په يوه اعلاميه کې د دغو کسانو شمېر پنځه ښوولی، چې په خبره يې درې يې د نيشنل ګوند غړي دي.

د دغې ډلې د وياند له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، تښتول شويو کسانو د دوی له خبرداري سره سره ټاکنيزې هلې ځلې کولې.

د کيچ په ولسوالۍ کې د بلوچستان اسمبلۍ د يوې څوکۍ لپاره د ډسمبر په ۳۰ مه رايې اچول کېدې.

په ۲۰۱۳ کال کې د دغې څوکۍ ګټونکی د مسلم ليګ (ن) نوماند اکبر آسکاني اعلان شوی و، خو دا چې ښاغلی آسکاني د دغې څوکۍ وړ و نه بلل شو، ځکه نو بيا ټاکنې کېږي.

په تېر کې هم د کيچ په ولسوالۍ کې سياستوال او د ډلو مشران په نښه شوي او د دې کال په اکتوبر کې د نيشنل ګوند يو ځايي مشر په ډزو ووژل شو.

د بلوچستان ملتپاله سخت دريځه ډله او د دغه ايالت توندلارې ډلې انتخاباتو سره مخالف لري.

دغو ډلو له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړی او د ۲۰۱۳ عمومي ټاکنې يې هم اغېزمنې کړې وې.

ورته مطالب