مومندو کې دوه کسان وژل شوي او درې ټپيان دي

د انځور حقوق AP
Image caption وژل شوو کې يو چارواکى هم شامل دى خو تر دې دمه يې نوم نه دى ښودل شوى

د مومندو په قبايلي سيمې کې لږ ترلږه دوه کسان په دوو جلا بريدونو کې وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د پولټيکل ادارې (انتظاميې) يوه چارواکي د بريدونو د تاييد پر مهال بي بي سي ته وويل چې ژوبلو کې د پوځ يو جيپگپوړى افسر هم شامل دى. بريدونه د افغانستان پولې سره نژدې د اتم کلي په سيمه کې شوي دي.

ده وويل چې بريدونه د سړک غاړې بمونو چولو سره ترسره شوي دي، چې يو په بل پسې ترسره شوي.

وژل شوو کې يو چارواکى هم شامل دى خو تر دې دمه يې نوم نه دى ښودل شوى.

چاودنو کې د پوځيانو موټرې په بشپړ ډول له منځه تللې دي.

دا بريدونه په داسې وخت کې شوې دي چې ټاکل شوې ده د خيبر پښتونخوا والي (گورنر) د مومندو مرکز غلنۍ ته تلونکى دى. دى به هلته د قبايلو يوې جرگې ته وينا کوي.

ځايي خلک شکايت کوي چې له همدې امله په مومندو کې ځاى په ځاى سړکونه بند دي چې له امله يې عامو خلکو ته په تگ راتگ ډيرې ستونزې پيدا شوې دي.

دا نوې چاودنې په داسې وخت کې شوې دي چې څو ورځې وړاندې بايزي سيمې طالب مخالفې کمېټې، سيمه کې د امن له ټينگېدو وروسته خپلې ټولې وسلې ځايي ادارې ته سپارلې وې.

خو اوس سيمه کې له څه وخته د تاوتريخوالي پېښې مخ په زياتېدو دي.

ورته مطالب