د ملالې یوسفزۍ د کلي یوه ښځه د ' ناموس ' په نوم وژله شوې

د انځور حقوق
Image caption د قانون له مخې پولیسو پرېکړه کړې، چې د یادې ښځې قبر وسپړي او مړی یې د عدلي طب لپاره ولیږي پولیس

د سوات په شانګله سیمه کې، چې د ملالې یوسفزۍ کلی دی، ویل کېږي د یوې بانفوذه کورنۍ ښځه د ناموس په نوم وژله شوې ده.

پولیس وايي دې لړ کې یې پلټنه پیل کړې او ژر به د وژلې شوې ښځې قبر پرانیزي.

د شاه پور سیمې پولیسو پوستې یوه مسوول بي بي سي ته وویل، دوی ته ویل شوي چې دوی ورځې مخکې په کلي کې کلثوم نومي ښځه وژله شوې ده.

د نوموړي په وینا کلي کې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې کلثوم په طبیعي توګه نه ده مړه شوې، بلکې له شکنجه کېدو وروسته زهر ورکړل شوي او وژله شوې ده.

نوموړی وايي، له همدې کبله د قانون له مخې پولیسو پرېکړه کړې، چې د یادې ښځې قبر وسپړي او مړی یې د عدلي طب لپاره ولیږي.

پولیس وايي د دغې ښځې مېړه او پلار مړی له عدلي طبه پرته خاورو ته سپارلی، ځکه اوس پرېکړه شوې، چې د هغې قبر بېرته وسپړل شي.

نوموړي د قبر سپړلو نېټه یاده نه کړه، خو وايي د ۳۰ کلنې کلثوم مېړه د یوه بانفوذه سیاسي او مدهبي کورنۍ اړوند دی.

داسې هم ویل کېږي، چې له همدې کبله پولیسو په لومړي سر کې د یادې مېرمنې مړینه ځانوژنه بللې وه، خو وروسته یې د څېړنو پرېکړه کړې.

د شاه پور کلي یو شمېر اوسېدونکي وايي کلثوم ۱۵ کلنه وه، چې ۵۶ کلن سړي ته واده کړله شوه.

د دوی په وینا کلثوم ۱۵ کاله د مېړه کره اوسېده، خو د عمرونو توپیر له کبله یې تر منځ تاوتریخوالی و او نوموړې وهل ډبول کېده.