امريکايي ډرون بريد شمالي وزيرستان کې څلور کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د چارواکو په وينا بريد کې څلور کسان وژل شوي دي

د چارواکو په وينا د ډيورنډ کرښې سره نژدې شمالي وزيرستان کې د امریکا بې پيلوټه الوتکې بريد کې څلور کسان وژل شوي دي.

د بي پيلوټه الوتکې دغه بريد نن (۹ جنوري) د شمالي وزیرستان په شوال سيمه کې ترسره شوي، حکومتي سرچينې وايي، امريکايي الوتکو پر يوه کور د توغندي دوه بريدونه کړي چې څلور کسان په کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه قومندانان هم شامل دي، خو په رسمي ډول د دې خبر پخلی نه دی شوی.

روان نوی کال دا په شمالي وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې لومړی بريد دی. تېره کال امريکا په ياده شوې سيمه ۱۳ هوايي بريدونه کړي وو، چې د ۲۰۱۴ کال په نسبت نيمايي کم وو.

داسې ښکاري چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونو کې د پخوا په پرتله اوس ډېر کموالی راغلی دی.

۲۰۱۰ کال امريکايي بې پيلوټه الوتکو په پاکستان کې شاوخوا ۱۳۰ هدفونه ويشتلي وو چې په لوی شمېر مالي او ځاني زيانونه يې لرل.

پاکستاني پوځ، ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د اورپکو پر وړاندې د ضرب عضب په نامه عمليات پیل کړي وو، چې په وينا يې له عملياتو وروسته ډېر سيمه له اورپکو پاکه کړې ده.

د دغو عملياتو له کبله په لکونو خلک بېځايه او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل شول. تېر کال د دغو بېځايه شويو کسانو د بېرته لېږد بهير پيل شوی و، خو ټکنی و.

ورته مطالب