پر باچا خان پوهنتون شوي برید کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خیبر پښتونخوا په چارسده ښار کې وسله والو کسانو پر باچاخان پوهنتون برید کړی.

د بي بي سي ځايي خبریال د مرستندویانو له قوله وايي، چې لږ تر لږه د ٢٠ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.

له دې مخکې د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو او کلتور وزیر شاه فرمان د پېښې سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې ۱۴ کسان پېښه کې وژل شوي دي، خو د نوموړي په وینا د تلفاتو ډېرېدو وېره شته.

پوځي چارواکي وايي، اوس څلور بریدګر وژل شوي او وايي اوس ودانۍ په بشپړه توګه د پوځ کنترول کې ده. د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ نښته نژدې درې ساعته روانه وه.

د ځايي چارواکو په وینا برید له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې نهه نیمې بجې پیل شو. دوی وايي بریدګر له تاوجنې هوا نه په ګټو اخیستو سره د پوهنتون له شاتني دیواله ننوتل.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دولتي ټلویزیون رپوټ وايي، ګڼ شمېر استادان او محصلین د پوهنتون ودانۍ کې ایسار پاتې دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدګر څوک دي او د کومې ډلې اړوند دي.

باچاخان پوهنتون د چارسدې ښار په څنډه کې موقعیت لري او په ۲۰۱۲ کال کې تاسس شوی دی. باچا خان پوهنتون نژدې ۳۰۰۰ محصلین لري او د برید پر مهال پوهنتون کې مشاعره کېده، چې ویل کیږي، ګڼو کسانو پکې ګډون کاوه.

له دې څو اونۍ مخکې څارګرو ادارو پر تعلیمي او دولتي ادارو او دفترونو د برید په اړه خبرداری خپور کړی و.

د همدې خبرداري پایله کې د صوبې مرکزي ښار پېښور کې لومړی چاوڼۍ سیمه کې او بیا د ټول ښار ښوونځي تړل شوي وو.

پېښور کې د ښوونځیو او نورو ادارو امنیت لپاره تدبیرونه ډېر شوي دي، د شخصي ښوونځیو لپاره وسله وال ساتونکي ګومارل شوي او د دولتي ښوونځیو لپاره هم وسله رانیوله شوې ده.

پېښور کې د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې وسله والو پر پوځي ښوونځي برید وکړ، چې پکې د ښوونکو او زده کونکو په ګډون له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.

پر باچا خان پوهنتون د بريد تصويرونه