"د باچاخان پر پوهنتون د بريد اصلي تنظيمونکى نيول شوى"

Image caption د باچاخان پر پوهنتون د تېرې مياشتې بريد کې له٢٠ زيات کسان وژل شوي وو.

په پاکستان کې چارواکي ادعا کوي چې د باچاخان پر پوهنتون بريد کې يو مرکزي مرسته کوونکى يې نيولى دى. يو حکومتي چارواکي په دې شرط چې نوم به يې نه ښودل کېږي بي بي سي ته وويل "دا تن چې وحيد علي نومېږي او په ارشد شهرت لري تېره اوونۍ نوښار کې نيول شوى دى".

دغه کس ادعا وکړه چې دې تورن افغانستان ته تللو لپاره چمتووالى بشپړ کړى و چې ونيول شو.

ده وويل چې وحيد علي د دغه بريد لپاره د ده په ټکو افغانستان کې تر څلور مياشتو پر پلان کار کړى و.

له دې وړاندې هم پاکستان ادعا کړې وه چې د باچاخان پر پوهنتون د تېرې مياشتې بريد تنظيمونکي په افغانستان کې دي. افغان حکومت د پاکستان دا خبره رد کړې ده.

دې بريد کې له ٢٠ زيات کسان وژل شوي وو.

ده وويل تورن ويلي چې "دوى لومړى غوښتل چې مردان کې پر عبدالولي خان پوهنتون بريد وکړي خو دا چې هلته پاخه امنيتي گامونه اخيستل شوي وو دوى خپل پلان بدل کړ".

د تورن عمر شاوخوا ٣٠ کاله دى او د نوښار د امان کوټ اوسېدونکى دى.

حکومتي چارواکي وايي تر دې دمه پر باچاخان پوهنتون د بريد په تړاو شپږ تورن کسان نيول شوي دي.

د تيرې مياشتې له بريد وروسته د باچاخان پوهنتون تر نامعلومې مودې پورې تړل شوى دى.