بلوچستان کې يو امنیتي ساتونکی وژل شوی او دوه ټپيان دي

د انځور حقوق AFP
Image caption وړاندې هم په بلوچستان کې دا ډول پېښې تر سترګو شوې دي

د پاکستان د بلوچستان نصير اباد سيمه کې پر امنیتي ساتونکو بريد کې يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د امنیتي ځواکونو د سرچينو له مخې دغه بريد د نصير اباد په چهتر سیمه کې شوی دی.

سرچينې وايي له دغې سيمې د امنیتي ځواکونو کاروان تېرېده چې نامعلومو وسله والو کسانو پرې بريد وکړ.

چارواکي وايي د بريد په ترڅ کې يو امنیتي ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي. د دوی په وينا ټپي شوي کسان يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د دغه بريد پړه د بلوڅانو جمهوريت غوښتونکي ګوند پوځ پر غاړه اخيستې ده.

د نصير اباد پولې د ډېره بوګټي سيمې سره چې ډېری وخت په کې د نا امنۍ پېښې تر سترګو کېږي تړلې دي، چې ځينې وخت د دغې سيمې د ناامنۍ باعث هم ګرځي.

بل خوا د بلوڅانو جمهوريت غوښتونکی ګوند وايي د روان کال له پيل راهيسې په ډېره بوګټي کې پيل شويو عملياتو کې زياتوالی راغلی دی.

د ګوند وياند له خوا خپرې شوي خبرپاڼې له مخې څو ورځې وړاندې په زين کوه سيمه کې يو توغندی د نصير بګټي پر کور پرېوتلی و چې له امله يې د کورنۍ درې کسان په کې وژل شوي وو، خو په حکومتي کچه د دغو کسانو د مرګ خبر نه دی تصديق شوی.

ورته مطالب