د باچا خان پوهنتون د پرانېستلو پرېکړه

د انځور حقوق AP
Image caption دباچا خان پوهنتون تېره مياشت د وسله والو له بريد نه راپدېخوا بند و. دې بريد کې له ٢٠ زيات کسان وژل شوي وو.

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د فرورۍ په ١٥ نېټه د باچا خان پوهنتون د بېرته پرانستلو پرېکړه شوې ده.

دا پوهنتون تېره مياشت د وسله والو د بريد نه راپدېخوا بند و. دې بريد کې له ٢١ کسان وژل شوي وو.

د باچا خان پوهنتون وياند ، سعيد خان، ويلي دي چې د پوهنتون امنيتي کمېټې د اړونده چارو د بشپړې اروزنې وروسته د پوهنتون د پرانستلو اجازه کړې ده. خو ده ويلي دي چې زده کوونکي او د پوهنتون کارکوونکي به د پوهنتون د ټرانسپورت د کارولو اجازه نلري.

د چارسدې ولسوالۍ يا ضلعې د پوليسو چارواکى، سهيل خان وايي چې د پوهنتون دننه اوبهر به پوليس گومارل کېږي.

د روانې مياشت په پيل کې د پوهنتون ادارې د بريد په اړه د ايالتي حکومت د پلټنې راپور رد کړى و. دې راپور کې د پوهنتون د مرستيال مشر(نائب چانسلر) او امنيت د مسول د لرې کولو غوښتنه شوې وه.