مومند ایجنسۍ: پر امنیتي ځواکونو برید کې نهه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په یوه شپه کې د نهو سرتېرو وژلو پېښه ډېره موده وروسته رامنځته شوې ده

قبایلي سیمه مومند ایجنسۍ کې ځايي چارواکي وايي پر ' خاصه دار ' نومي امنیتي ځواک دوو بېلو بریدونو کې د دغه ځواک نهه کسان وژل شوي دي.

یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي یکه غونډ او پنډیالي سیمه کې تېره شپه پر دغه ځواک ډزې شوې دي.

د نوموړي چارواکي په وینا دوه سرتيري هغه مهال ووژل شول، چې د اوبو لګولو یوه پمپ ساتنه یې کوله او پرې ډزې وشوې.

د نوموړي په وینا دویمه پېښه د یکه غونډ په کړپه سیمه کې وشوه، چې نامعلومو کسانو د یاد ځواک پر یوې پوستې برید وکړ.

دغه برید کې اووه سرتيري وژل شوي دي.

ځايي خبریالان وايي د وژل شویو سرتيرو مړي ځايي روغتون ته لیږدول شوي دي.

Image caption مومند ایجنسۍ کې له دې مخکې هم پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

ځايي چارواکي وايي له پېښې وروسته په سیمه کې پراخ چاڼیز عملیات پيل شوي او یو شمېر کسان نیول شوي دي.

یاده سیمه کې پر حکومت پلوه قومي مشرانو او امنیتي ځواکونو له دې مخکې هم بریدونه شوي دي، خو په یوه شپه کې د نهو سرتېرو وژلو پېښه ډېره موده وروسته رامنځته شوې ده.

له دې مخکې د روان کال جنورۍ کې د خیبر ایجنسۍ او پېښور تر منځ سیمې کې د یاد ځواک پر یوې پوستې ځانمرګي برید کې ۱۰ کسان وژل شوي وو او ۲۳ نور ټپیان وو.